د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل درې سرتیري د توغندیو په برید کې وژل شویدي


د اسرائیل پوځ ویلي چې په برید کې ۱۲ سرتیري ټپي شوي هم دي چې د دریو وضعیت یې جدي دی.
د اسرائیل پوځ ویلي چې په برید کې ۱۲ سرتیري ټپي شوي هم دي چې د دریو وضعیت یې جدي دی.

د اسرائیل پوځ وایي د څو توغندیو په بریدونو کې چې د غزې تړانګې څخه د کرم شالوم سرحد خوا ته وار شوي، لږ تر لږه درې سرتیري وژل شوي او ۱۲ نور ټپي شویدي.

د اسرائیل پوځ یکشنبه مې پنځمه ( غوایي ۱۶مه) د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې له ۱۲ ټپي شویو سرتیرو څخه د دریو وضعیت یې جدي دی.

د حماس وسله والې ډلې نظامي څانګې ادعا کړې چې دا توغندي هغوی وار کړي او له همدې کبله د اسرائیل امنیتي ځواکونو دا سرحدي لار وتړله چې د غزې تړانګې ته پرې مرستندویه مواد انتقالیدل.

د اسرائیل پوځ ویلي چې ۱۴ توغندي د رفح سرحد سره نږدې سیمې څخه په اسرائیل وار شویدي.

د اسرائیل د پوځ ویاند پیټر لیرنر ددې پیښې څخه وروسته په آنلاین غونډې کې خبریالانو ته وویل چې د توغندیو برید په ځواب کې هوایي ځواکونو په سمدستي توګه ځواب ووایه او د توغندیو لانچرونه یې له منځه یوړل خو دا یې ونه ویل چې آیا د اسرائیل په ځوابي برید کې چا ته مرګ ژوبله هم اوښتې که نه.

د پوځ دې ویاند زیاته کړه، " دا زمونږ له نظره ډیره جدي پیښه ده، نه منل کیدونکې ده او د اسرائیل دفاعي ځواکونه پلټنې کوي چې څنګه دا سرتیري پداس حال کې ووژل شول چې د خطر زنګ آوازونه کول."

د پوځ ویاند همدارنګه وویل چې سرتیري د توغندیو راتګ پر وخت نه و خبر چې د هوایي دفاع سیسټم دې کوم توغندی شنډ کړی وي او زیاته یې کړه چې هوایي ځواکونه به پدې هکله پلټنې کوي.
په برید کې په نښه شویو سرتیرو په سیمې کې د ماشین آلاتو، ټانکونو او بلډوزرونو ساتنه کوله.

د اسرائیل دا سرتیري داسې مهال وژل کیږي چې د مصر په پایتخت قاهرې د متحده ایالاتو، قطر او مصر په منځګړتوب په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند کیدو په هکله خبرې روانې دي.

پدې خبرو اترو کې منځکړي هیوادونه د ۴۰ ورځو لپاره د اوربند وړاندیز کوي چې په همدې ترڅ کې به د حماس ډله د اسرائیل له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو خوشې کیدو په بدل کې ملکي برمته شوې میرمنې خوشې کړي.

خو د حماس ډله بیا په بشپړه توګه د جګړې بندیدل او له غزې څخه د ټولو اسرائیلي ځواکونو وتل غواړي ؛ اسرائيل بیا هوډ څرګند کړی چې د حماس ډله به له منځه وړي او د برمته شویو کسانو د تړون په بدل کې به په غزې کې جګړه بنده نکړي.

اسرائیل همدارنګه ویلي که د حماس سره د برمته شویو کسانو خوشې کیدو په بدل کې اوربند وشي یا نه ځواکونه به یې د غزې په جنوب کې د رفح په ښارګوټي کې نظامي عملیات وکړي.

د اسرائیل یو جګپوړي چارواکي په حماس تور لګولی چې د اوربند په هکله د موافقې امکان "شنډوي" ځکه چې د جګړې بندیدو لپاره له خپلو غوښتنو نه تیریږي.

د حماس یو جګپوړي چارواکي بیا د شنبې په ورځ ویلي چې دا ډله به داسې موافقه ونه مني چې په غزې کې په بشپړه توګه د جګړې بندیدو سبب نشي او د اسرائیل په صدراعظم بنیامین نتنیاهو یې تور لګولی چې په شخصي توګه د اوربند موافقې په مخکې خنډ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG