د لاس رسي وړ اتصالات

میانمار کې یوې وسله والې قبیلې د سلګونو سرتیرو او پوځې اډې نیولو ادعا کړې


د اراکان پوځ ښه روزل شوی او په وسلو هم ښه سمبال دی چې د حکومت پر ضد جنګیږي.
د اراکان پوځ ښه روزل شوی او په وسلو هم ښه سمبال دی چې د حکومت پر ضد جنګیږي.

د اراکان پوځ په نامه یوې اقلیتې قبیلې پوځي څانګې چې د میانمار په لویدیځ کې د دې هیواد پوځ په خلاف جنګیږي، دوشنبه، مې شپږمه ( غویي ۱۷) یې د یوې پوځې اډې او سلګونه حکومتي سرتیرو د نیولو ادعا کړ.

دا پوځ د راخین قومي اقلیت غورځنګ پوځي څانګه ده چې په ښه توګه روزل شوې او په وسلو هم ښه سمباله ده او د راخین په ولایت کې چې د میانمار په لویدیځ کې پروت دی، د شپږو میاشتو راهیسې یې د حکومتي پوستو په خلاف تعرضي عملیات پیل کړیدي.

دې ډلې په یوې ویډیو کې په ټیلګرام کې یې خپره کړې ویلي، چې دا سرتیري یې د راخین ولایت په یو ښارګوټي کې په پوځي قرارګاه کې کلابند کړي و او ټول سرتیري دوي ته تسلیم شویدي.

پیښه د راخین ولایت د بوتیوداونګ په ښارګوټي کې شوې چې د میانمار تر ټولو دویم ستر ښار ماندیلې څخه ۲۴۰ میله جنوب لویدیځ خوا ته پروت دی.

د دې پوځي اډې او سرتیرو نیول کیدل په خپلواکه ندي تائید شوي او د میانمار پوځي حکومت هم تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې. د ارکان پوځ ویاند د دې موضوع په هکله د اې پي خبري اژانس پوښتنو ته ځواب ندی ویلی.

د راخین ایالت په ګډون یو شمیر سیمو کې وروسته تر هغې شخړ پیل شو چې د میانمار پوځ د ۲۰۲۱ کال د فبروري په میاشت کې د آنګ سان سوچي حکومت په نظامي کودتا کې ړنګ کړ او سوله ایزې مظاهرې چې د دیموکراتیکې واکمنۍ بیرته ستنیدل یې غوښتل، وځپلې .

د دریو قومي یاغیانو یو ائتلاف لخوا د میانمار په شمال ختیځ کې د تعرضي عملیاتو پیل کولو وروسته د دې هیواد پوځ سره لدې چې د سرتیرو شمیر او وسلو له پلوه په یاغیانو بر لاسی دی خو بیا یې هم د تعرض پر ځای دفاعي حالت غوره کړی.

د اراکان پوځ ادعا کوي چې دا ویډیو یې د شنبې په ورځ جوړه کړې چې په پوخي او ساده جامو کې سرتیري پکې لیدل کیږي چې د دې قومي اقلیتونو د پوځیانو لخوا یې ساتنه کیږي.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې ځیني سرتیري ټپي شوي هم دي. د سرتیرو سره ماشومان او میرمنې هم لیدل کیږي.

په ویډی کې دا ندي ویل شوي چې ټول څومره سرتیري تسلیم شوي خو د ویډیو په یوې برخې کې نږدې ۳۰۰ سړي لیدل کیږي چې په کتار ناست دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG