د لاس رسي وړ اتصالات

اسلامي همکاریو سازمان: طالبان دې ټولشموله حکومت او د ښځو حقونو په اړه اقدام وکړي


د اسلامي همکاریو سازمان (او ای سي) د ګامبيا په پلازمېنه بانجول کې ددغه سازمان د پنځلسمې سرمشریزې په پریکړه لیک کې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو او د افغان میرمنو او نجونو د زده کړو او کار د حقونو ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په دغه پریکړه لیک کې چې د یکشنبې په ورځ، مۍ پنځمه (غوايي ۱۷مه) د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو د پنځلسمې غونډې په پای کې صادر شو، د افغانستان له ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي یووالي څخه هم ملاتړ اعلان شوی دی.

په دې پریکړه لیک کې د اسلامي نړۍ اړوند مسلو په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان د دریځ په اړه د څرګندولو په ترڅ کې ویل شوي، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات د یو ټولشموله حکومت په رامنځته کیدو سره ټینګیدلی شي.

په پریکړه لیک کې ویل شوي:" کنفرانس په افغانستان کې د ترهګرۍ او افراطیت سره پر مبارزې او ددې څخه د ډاډ ترلاسه کولو باندې چې ددغه هیواد خاوره په هیڅ بڼه د تروریستي ډلو او یا سازمانونو له خوا د خوندي پناه ځایونو په توګه ونه کارکول شي، ټینګار کوي. همدارنګه پر دې هم ټینګار کیږي چې هغه ګواښونه چې له افغانستان څخه را ولاړیږي باید ورته حل لار ولټول شي."

په یاد پریکړه لیک کې، په افغانستان کې د تروریستي ګواښو، غیر منظمو مهاجرتونو او د نشه يي توکود سوداګرۍ سره د مبارزې لپاره په نړیوالې همکارۍ باندې هم ټینګار شوی دی.

په پریکړه لیک کې راغلي:" په افغانستان کې د مقاماتو څخه [طالبانو]غوښتنه کیږي چې د دوامداره ثبات او د بشري حقونو د ساتنې لپاره په ځانګړي ډول د افغان میرمنو او نجونو د اساسي حقونو په برخه کې د ټولشموله حکومتدارۍ له لارې ګامونه پورته کړي."

د اسلامي همکاریو د سازمان په دې پریکړه لیک کې افغانانو د کړاونو د کمیدو لپاره هغوی سره د بشري مرستو په برابرولو باندې هم ټینګار شوی دی.

په دې پریکړه لیک کې د افغانستان د حاکمو چارواکو [طالبانو] د تروریزم پر وړاندې د سیمې د ځینو هیوادونو په همکارۍ د اقداماتو یادونه شوې او د اسلامي هیوادونو د سازمان څخه غوښتل شوي چې د سیمه ییز نوښت له لارې دغو هڅو ته ملاتړ برابر کړي.

په دې پریکړه لیک کې ویل شوي:" د ټولو افغانانو بشري حقونو ته بشپړ د درناوي او د ښځو د اساسي حقونو د ساتنې یادونه وشوه. افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم په ځنډیدو باندې د مایوسۍ څرګندونه وشوه او پر حاکمو چارواکو [طالبانو] باندې غږ وشو چې د ښځو او نجونو پرمخ دې ښوونځي او پوهنتونونو دروازې پرانیځي."

همداشان په دې پریکړه لیک کې افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د ځانګړي استازي په مشرۍ د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو او د فقې اکاډمۍ د پلاوي د سفر او په دغه هیواد کې د دیني عالمانو سره د لیدوکاتو هرکلی شوی او ددغسې نورو بوختیاو غوښتنه شوې ده. همداشان د افغان نجونو د زده کړو لپاره د قزاقستان او اوزبیکستان د مرستو د برابرولو ستاینه هم شوې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان د پنځلسمې سرمشریزې په دې پریکړه لیک کې د یو سوله ییز، باثباته او هوسا افغانستان څخه چې ټول افغانان په کې شامل وي ملاتړ څرګند شوی او ویل شوي چې په دې تړاو دې ته اړتیا ده چې د بشرپاله شرایطو، بشري حقونو قومي ټولنو، تروریزم، نشه يي توکو او ټولنیزو عواملو په ګډون د ټولو افغانانو پر وړاندې پرتو ګواښونو ته حل لار وموندل شي.

په دې پریکړه لیک کې د اسلامي همکاریو د کنفرانس غړو د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې په سعودي عربستان کې په اسلام کې د ښځو د ونډې په اړه د نړیوال کنفرانس د جوړیدو له امله د سعودي د شاهي دولت څخه مننه شوې او ددغه کنفرانس د پریکړو څخه یې ملاتړ څرګند کړی دی.

د طالبانو حکومت د اسلامي هیوادونو د ۱۵ سرمشریزې د پریکړه لیک په اړه تراوسه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ، مۍ پنځمه (غوايي ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي و چې ددغې سرمشریزې په غونډو کې ددغه وزارت ویاند او د نړيوالو سازمانونو د برخې رئيس عبدالقهار بلخي ګډون کړی وو.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې عبدالقهار بلخي په دغه سرمشریزه کې د ګډون سربیره به د سرمشریزې د ګډونوالو سره هم دواړخیزې ناستې ولري.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي، خو تراوسه د هیڅ کوم هیواد او یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG